Language

د امريکا سفير: ملي امنيت د شورويانو له تکتيکونو کار اخيستى

 

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٨ (: په کابل کې د امريکا سفير جان باس ادعا کړې چې د ملي امنيت ادارې د لوګر د مدني ټولنې له رييس څخه په زور اعتراف اخيستى .

باس تېره شپه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: ((د افغانستان د ملي امنيت ادارې د شوروي اتحاد د وخت له تکتيکونو کار اخيستى او زه يې ناراحته کړى يم.))

هغه زياته کړې، دا ډېره وېرونکې ده چې د مدني ټولنې له فعالانو څخه چې موخه يې د افغانستان د ماشومانو ساتنه ده، په زور او ګواښونو اعتراف اخيستل کېږي.

د امريکا سفير د بشري حقونو د مدافعينو په ملاتړ د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون له دريځ ملاتړ کړى دى.

دغه راز د اروپايي ټولنې سفير، د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې ، د بښنې نړيوال سازمان او يو شمېر نورو ملي او نړيوالو ادارو د لوګر دمدني ټولنې د غړو نیول غندلي او د دوی د خوشې کېدو غوښتنه  یې کړې ده.

اصلي کيسه څه ده؟

شاوخوا دوه اوونې وړاندې ځينو کورنيو او بهرنيو رسنيو د لوګر د مدني ټولنو د رييس موسى محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.

د محمودي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر اوسېدونکو لاريونونه او اعتراضونه وکړل او د نوموړي د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته ويلي وو چې موسى محمودي د يادو څرګندونو د سپيناوي په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري په کابل کې نيول شوی دی.

د نړيوالو ترغبرګونونو وروسته ملي امنيت عمومي رياست ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې محمودي د امنيتي ګواښونو له امله له دوى سره دى.

سرچينې زياته کړې وه چې محمودي د خپلو ادعاوو لپاره ثبوت او اسناد نه لري او په اروپا کې د پناه اخيستلو په موخه يې دغه کار کړى دى.

login or register a new account.