کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په کابل کې د سعودي له سفیر جسیم محمد الخالدي سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر اوږده ملګرتیا او اوسنیو همکاریو خبرې وشوې.
د ملي امنيت شورا له خوا د لېندۍ په ٦مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان تل په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان رول د یوه ستر او اغېزناک اسلامي هېواد په توګه پېژندلی او قدر یې کوي.
نوموړي ده د سولې او پراختیا په برخه کې هم د دغه هېواد له همکاریو او ملاتړ مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه هم خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار زياته کړې چې حکومت سږ کال له طالبانو او داعش دواړو سره په جګړه کې تر بل هر وخت ډېرې لاسته راوړنې لري او دا ډلې یې ځپلې دي.
د سعودي سفیر ترهګري د ټولو دښمنه پدیده وبلله او ویې ویل چې له دې پدیدې سره مبارزه کې همکارۍ ته تیار دي.
login or register a new account.