ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دولتي ادارو د اړتيا وړ غوښه او نور توکي د کوچيانو له توليداتو چمتو کېږي”

author avatar
3 Dec 2019 - 17:29
author avatar
3 Dec 2019 - 17:29

مزارشريف ( پژواک، ۱۲ليندۍ ۹۸) : د شمال د پنځو ولايتونو کوچيان چې په مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، حکومت پر نه پاملرنې د تورنولو ترڅنګ يې د څرځايونو غصب، تعليمي او روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسی د خپل ژوند او مالدارۍ پر وړاندې جدي ستونزې وبللې.

دغه غونډه د افغانستان د کوچيانو د انسجام او سمون لوی رياست له خوا د ليندۍ په ۱۲مه، جوړه شوې وه.

د کوچيانو لوی رييس حبيب الرحمن د غونډې پر مهال پژواک ته وويل، چې دوی هر کال د زونونو په کچه د کوچيانو د همغږۍ او همدا راز د دوی د ستونزو اورېدو په موخه ورته پروګرامونه جوړوي.

هغه زياته کړه، لا هم په افغانستان کې د کوچيانو زيات شمېر څرځايونه د سيمه ييزو زورواکو له خوا تر غصب لاندې دي.

د کوچيانو د رييس په خبره، دوی تازه يوه لړۍ پيل کړې چې له مخې به يې د ټول هېواد په کچه د کوچيانو مالچرونه ثبت شي.

نوموړی زياتوي، تر دې مهاله يې شاوخوا ۲۴۰ لوی څرځايونه ثبت کړي، چې له غصب څخه هم خوندي شوي دي.

هغه وايي چې د ملي وحدت حکومت پر مهال کوچيانو لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته شوي؛ خو زياتوي، چې لا هم دغه قشر له جدي ستونزو سره مخ دی.

رحمان خوښي وښوده، چې له دې وروسته به د حکومت د دولتي ادارو اړتيا وړ خوراکي غوښه او توکي د کوچيانو د توليداتو او مالدارۍ څخه چمتو کېږي.

نوموړی زياتوي، چې ياد رياست هڅه کوي؛ څو کوچيان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر اسانتياوو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د کوچيانو د سمون لوی رييس همدا راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې کوچيانو سره د هېواد د يوه مهم قشر په توګه چلند وکړي او حقونه يې خوندي کړي.

هغه زياته کړه، چې کوچيانو د هېواد په ساتنه او همدا راز ملي اقتصاد په لوړولو کې مهم او اساسي رول لوبولی دی.

په ورته مهال د جوزجان ولايت د کوچيانو استازې مېرمن سيما ستانکزۍ پژواک ته وويل، چې شمال زون کې د کوچيانو زيات شمېر څرځايونه لا هم د سيمه ييزو زورواکو له خوا تر غصب لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.