منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د دولتي ادارو د اړتيا وړ غوښه او نور توکي د کوچيانو له توليداتو چمتو کېږي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۱۲ليندۍ ۹۸) : د شمال د پنځو ولايتونو کوچيان چې په مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، حکومت پر نه پاملرنې د تورنولو ترڅنګ يې د څرځايونو غصب، تعليمي او روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسی د خپل ژوند او مالدارۍ پر وړاندې جدي ستونزې وبللې.

دغه غونډه د افغانستان د کوچيانو د انسجام او سمون لوی رياست له خوا د ليندۍ په ۱۲مه، جوړه شوې وه.

د کوچيانو لوی رييس حبيب الرحمن د غونډې پر مهال پژواک ته وويل، چې دوی هر کال د زونونو په کچه د کوچيانو د همغږۍ او همدا راز د دوی د ستونزو اورېدو په موخه ورته پروګرامونه جوړوي.

هغه زياته کړه، لا هم په افغانستان کې د کوچيانو زيات شمېر څرځايونه د سيمه ييزو زورواکو له خوا تر غصب لاندې دي.

د کوچيانو د رييس په خبره، دوی تازه يوه لړۍ پيل کړې چې له مخې به يې د ټول هېواد په کچه د کوچيانو مالچرونه ثبت شي.

نوموړی زياتوي، تر دې مهاله يې شاوخوا ۲۴۰ لوی څرځايونه ثبت کړي، چې له غصب څخه هم خوندي شوي دي.

هغه وايي چې د ملي وحدت حکومت پر مهال کوچيانو لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته شوي؛ خو زياتوي، چې لا هم دغه قشر له جدي ستونزو سره مخ دی.

رحمان خوښي وښوده، چې له دې وروسته به د حکومت د دولتي ادارو اړتيا وړ خوراکي غوښه او توکي د کوچيانو د توليداتو او مالدارۍ څخه چمتو کېږي.

نوموړی زياتوي، چې ياد رياست هڅه کوي؛ څو کوچيان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر اسانتياوو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د کوچيانو د سمون لوی رييس همدا راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې کوچيانو سره د هېواد د يوه مهم قشر په توګه چلند وکړي او حقونه يې خوندي کړي.

هغه زياته کړه، چې کوچيانو د هېواد په ساتنه او همدا راز ملي اقتصاد په لوړولو کې مهم او اساسي رول لوبولی دی.

په ورته مهال د جوزجان ولايت د کوچيانو استازې مېرمن سيما ستانکزۍ پژواک ته وويل، چې شمال زون کې د کوچيانو زيات شمېر څرځايونه لا هم د سيمه ييزو زورواکو له خوا تر غصب لاندې دي.

هغې زياته کړه، چې د همدې ستونزو له امله د کوچيانو د مالدارۍ برخه کې هم نيم په نيمه کموالی راغلی دی.

مېرمن ستانکزۍ په حکومت نيوکه وکړه، چې کوچيانو ته د هغوی د حقونو په برابرولو کې جدي نه دي.

هغې همدا راز وويل، چې د څرځايونو له غصب ور اخوا شمال زون کې ډېری کوچيان تعليمي او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

له دې سره د بلخ د کوچيانو د سيمه ييزې شورا مشر نورمحمد عليزي پژواک ته وويل، چې نا امني او زورواکي يې د ژوند او مالدارۍ پر وړاندې ستر خنډونه دي.

هغه وويل چې شاوخوا ۹ کاله وړاندې مزارشريف ښار کې د کوچيانو لپاره ښارګوټی ځانګړی شوی او ټول قانوني مراحل يې هم بشپړ شوي؛ خو په خبره يې چې لا هم د سيمه ييزې ادارې له خوا نه توزېع کېږي.

نوموړی وايي، چې په دې تړاو يې څو ځله غږ اوچت کړی؛ خو هېچا نه دی اورېدلی.

د کوچيانو د انسجام او سمون لوی رييس پژواک ته وويل، چې مزارشريف ښار کې د کوچيانو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي ټول مراحل بشپړ شوي او ډېر ژر به يې د وېش چارې هم پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه