Language

 

فراه (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د فراه امنیتي سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د امنیه قوماندان پر کور برید کړی چې پنځه پولیس په کې وژل شوي او د یاد قوماندان د کورنۍ درې غړي ټپیان شوي دي.

د فراه د والي مرستیال مسعود بختور پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید تېره شپه په داسې حال کې ترسره شوی چې د بالابلوک امنیه قوماندان عبدالحی په خپل کور کې موجود و.

هغه زیاته کړه، د بالابلوک د امنیه قوماندان کور د فراه په شپږمه ناحیه کې موقعیت لري.

نوموړي وویل چې په دغه برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

خو د فراه د شپږمې ناحیې یوه اوسېدونکي مختار پژواک ته وویل چې په یاد برید کې د پنځو پولیسو پر وژل کېدو سربېره د عبدالحي مېرمن او دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم کس او کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.