په افغانستان کې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى
کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو په جګړه کې د خپل يوه سرتېري وژل کېدو خبر ورکړى دى.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتېرى نن په جګړه کې وژل شوى، خو د پېښې د کره ځاى په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
سرچينې زياته کړې، د امريکا د دفاع وزارت د تګلارې له مخې، تر ٢٤ ساعتونو پورې د سرتېري هويت نه شي په ډاګه کولى.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې یاد امریکايي سرتېرى يې نن سهار په کندوز ولايت کې وژلى دى.
د يادونې ده، د روان زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ٢٥ بهرني سرتېري وژل شوي چې ٢٤ يې امريکايان دي.