Language

فراه کې د طالبانو له خوا د سولې حرکت نیول شوي کسان خوشي شول

فراه (پژواک، ۵ مرغومى ۹۸): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوي د سولې حرکت ۲۷ غړي خوشي شول. 

د فراه والي محمد شعيب ثابت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان د قومی مشرانو په مننځګړیتوب خوشي شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له خوشي شویو کسانو او یا د سولې حرکت له نورو کسانو سره خبرې وکړو، خو له دې امله چې فراه کې  مخابراتي شبکې کار نه کوي، اړیکه مو ورسره ټینګه نه شوه.  

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وويل، د سولې ولسي حرکت ٢٧ غړي چې ٤٥ ساعت وړاندې وسله والو طالبانو په فراه کې له ځان سره بېولي و، څو شېبې مخکې يې خوشي کړي دي.

د ده په وينا، د دوى دغه غړي ټول روغ دي او د فره مرکز ته پر لاره دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics