فراه (پژواک، ۵ مرغومى ۹۸): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوي د سولې حرکت ۲۷ غړي خوشي شول.
د فراه والي محمد شعيب ثابت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان د قومی مشرانو په مننځګړیتوب خوشي شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له خوشي شویو کسانو او یا د سولې حرکت له نورو کسانو سره خبرې وکړو، خو له دې امله چې فراه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، اړیکه مو ورسره ټینګه نه شوه.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وويل، د سولې ولسي حرکت ٢٧ غړي چې ٤٥ ساعت وړاندې وسله والو طالبانو په فراه کې له ځان سره بېولي و، څو شېبې مخکې يې خوشي کړي دي.
د ده په وينا، د دوى دغه غړي ټول روغ دي او د فره مرکز ته پر لاره دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










