کابل(پژواک، ۵ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ۱۶۵۰۰ څخه د ډېرو شکایتونو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دوی د قانون مطابق په بشپړه بېطرفۍ خپلې دندې ترسره کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارۍ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د شکایتونو او اعتراضونو د ثبت بهیر تېره ورځ پای ته رسېدلی.
هغې ددې په روښانولو چې څه د پاسه ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي وویل، له یاد شمېر شکایتونو ۲۳۰۰ په کابل او ۱۴۲۰۰ نور په ولایتونو کې ثبت شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، تېره شپه تر ناوخته د شکایاتونو د ثبت بهیر روان و او دغه شمېرې وروستۍ نه دي ښايي ډېر شي، او وروستۍ شمېرې به وروسته له هېوادوالو سره شریکې کړي.
هغې په ډاګه کړه: ((شاوخوا ۸۰۰۰ شکایتونو ثبات او همپالنې او شاوخوا ۴۴۰۰ شکایتونه د سولې او اسلامي عدالت ټېم، له درې زرو ډېر شکایتونه دولت ساز ټېم او ۱۵ شکایتونه د امنیت او عدالت ټېم له خوا ثبت شوي دي.))
هغې زیاته کړه، د قانون مطابق د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه ټولو ثبت شوو شکایتونو ته په ۱۵ ورځو کې رسېدنه کوي، خو که ټاکنیزې ډلې پرې قناعت ونه کړي کولای شي د یاد کمېسیون مرکزي دفتر ته د استیناف غوښتنه وکړي چې استینافي قضیو ته هم په ۱۵ ورځو کې رسېدنه کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او کمېشنر محمد قاسم الیاسي هم وویل چې ثبت شوي شکایتونو کې درغلۍ، سرغړونې او ټاکنیزو جرمونه شامل دي.
هغه د ثبت شوو شکایتونو شمېر زیات وباله او ویې ویل، یاد کمېسیون د شکایتونو د ډېرښت په تړاو اندېښنه لري، خو تر خپلې وسې هڅه کوي چې شکایتونو ته رسېدنه پر وخت پای ته ورسېږي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار وویل: ((وړتیا لرو او شکایتونه ولایاتو ته لېږو چې په اړه یې تصمیم ونیول شي.))
رویدار ددې په روښانولو چې ښايي ځینې شکایتونه مستند نه وي زیاته کړه، هغه شکایتونه چې مستند نه وي مطلق په لایحه ردېږي.
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد عظیمي خبري ناستې ته د خبرو پر مهال دې ته په اشاره چې هېڅ ناقانونه تصمیم نه نیول کېږي وویل: ((پر موږ هېڅ ډول سیاسي فشار نشته او د یوه مسلمان په توګه ژمنه کوم او موږ د قانون مطابق عمل کوو.))
تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ وه.
login or register a new account.