ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي

د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي

author avatar
2 Jan 2020 - 19:40
د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي
author avatar
2 Jan 2020 - 19:40

کابل (پژواک،۱۲مرغومی ۹۸): د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د ګډ کار د پلان هوکړه لیک په داسې حال کې د اړوندو ارګانونو له خوا لاسلیک شو چې دوو لوړپوړو حکومتي چارواکو په هېواد کې د شپږ میلیون ماشومانو د بد وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

یاد هوکړه لیک نن د مرغومي په ۱۲ مه د ولسمشر د دویم مرستیال په موجودیت کې د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNCIF) د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دې هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې وویل، فقر او ناامني د افغان ماشومانو پر وړاندې اساسي ننګونې دي او دغه دوه لاملونه د دې لامل شوي چې د دولت پر موجوده هڅو سربېره لا هم په هېواد کې ۳،۷ میلیون ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ تعریف شوي لومړیتوبونه باید په یادو دوو لاملونو تمرکز ولري.

نوموړي له ماشومانو د ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ د قانون د تطبیق په برخه کې د دولتي ادارو پر ډېره همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ د قانوني او حقوقي برخو د رامنځته کېدو لپاره ښه ګامونه پورته شوي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ قانون او په ټوله کې له ماشومانو د ملاتړ د تطبیق لپاره د یاد قانون مطابق ځانګړی میکانیزم په پام کې نیول شوی او د یادې موخې لپاره په مرکز او ولایتونو کې یوې کمېټې کار پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لیندۍ په میاشت کې ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه بې اعتباره اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې له سره دې قانوني مراحل ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه په تېرو څو کلونو کې څو ځله د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شوې، خو د دریمې مادې پر سر یې د جرګې د غړو ترمنځ د موجوده اختلاف له امله تصویب شوې نه ده.

په ورته وخت کې د روان کال د لیندۍ په ۱۸ مه د ولسي جرګې اداري پلاوي د ماشومانو له حقونو د ملاتړ په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د تصویب خبر ورکړ، خو د یاد قانون له درېیمې مادې سره لسګونو مخالفو وکیلان تر رایې ورکونې مخکې د جرګې له ناستې ووتل.

د یادې طرحې په درېیمه ماده چې راغلي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړی؛ خو انتقاد کوونکي وايي چې دغه ماده باید داسې تعدیل شي چې ماشوم هغه چاته وايي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم او پر ظاهري بڼه یې د بلوغ نښې ښکاره نه وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات چې په دې ناسته کې خبرې کولې، په هېواد کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، په هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ټولنیزو زیانونو او ګواښونو سره مخامخ دی، خو د درېیو میلیونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.

هغه د دې په روښانولو چې اوس په افغانستان کې ۴۴ سلنه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري، زیاته یې کړه، ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کول د ماشومانو قانون تطبیق ته اړتیا لري او باید په دې اړه هڅې ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.