کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٨): په افغانستان کې امريکايي چارواکي وايي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوره لار د تاوتريخوالي کمول دي او دوى حاضر دي چې دغه کار وکړي.
افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني لوګيټ د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانانو له غوښتنې سره سم دوى د تاوتريخوالي د کمولو لپاره چمتو دي.
هغه وايي: ((د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کمولو يوازينۍ لار د تاريخوالي کمول دي او ټولې خواوې بايد تاوتريخوالي کم کړي.))
ده زياته کړه چې دوامداره او بې معنى تاوتريخوالى به بې پلټڼو او بې ځوابه پاتې نه شي.
د نوموړي په وينا امريکايي ځواکونه پوره کوښښ کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او نورو تاسيساتو له ويجاړېدو څخه مخنيوي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو په تړاو چمتووالى ښودلى دى.
قريشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مشرتابه لخوا د سولې لپاره څو ورځني تاوتريخوالي پر کمولو د رضا کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي، د تاوتریخوالي کمښت په تړاو د طالبانو هوکړه د افغانستان سولې بهیر پر لور بل ګام دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن