ترينکوټ- جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸): په اروزګان ولايت کې د استيناف څارنوالۍ د ودانۍ او په لغمان ولايت کې د يوه پارک جوړولو چارې پيل شوې.
د هېواد د لويې څارنوالي اداري مرستيال وحيدالدين ارغون اروزګان ولايت ته د سفر پر مهال په ترينکوټ ښار کې د استيناف څارنوالۍ د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
هغه دې مراسمو کې پژواک ته وويل، دا ودانۍ په درېیو پوړونو کې جوړېږي چې ۱۷ اداري خونې، د کنفرانسونو تالار، کتابتون او د ساتونکو لپاره خونې به ولري.
ارغون وويل، پر یادې ودانۍ ۲۶ ميليونه او درې سوه زره افغانۍ مالي لګښت راځي، چې په څه باندي یوکال کې به یې چارې بشپړي شي.
نوموړي هیله وښوده چې له دې ودانۍ سره به د خلکو لاسرسی زیات او خدمات به د په خوا په پرتله ښه شي.
د اروزګان استیناف څارنوالی رييس اسدالله وزيري وويل، کلونه کېږي چې په کرايي کور کې خپلې چارې مخې ته وړي.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پر لس جریبه ځمکه د یوه پارک جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي پژواک ته وويل: ((دا پارک د بابا صېب دښتې دویم حصه کې یې د (۶،۸) میلیونه افغانیو په لګښت پر لس جریبه ځمکه جوړېږي.))
نوموړی وایي، یاد پارک لګښت د مهترلام ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي چې د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن