کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې، ۵۷۰ پولیس د باج اخیستو، فساد، له خلکو سره د ناقانونه چلند او له واک څخه د ناوړه ګټه اخیستو په تور عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې دغه شمېر پولیس، د یوه کال په لړ کې تر نیولو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي شوي دي.
نوموړي د داخلي امنیت د عمومي ریاست د جوړېدو خبر ورکړ او وایي چي دغه ریاست له خلکو سره د پولیسو د چلند په اړه د رسمي شکایتونو په اساس جوړ شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هر کله چې خلک د پولیسو د چلند په تړاو شکایت ولري، کولای شي د داخلي امنیت د عمومي ریاست له (۰۷۹۱۲۳۰۹۰۱ او ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۴) شمېرو سره اړیکه ټینګه کړي.
login or register a new account.