Language

«تر راتلونکو دوو ورځو د ۳۰۰زره جنجالي رایو په اړه پرېکړه کېږي»

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو د ثبت شوو استینافي شکایتونو او ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په اړه پرېکړه کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض پژواک ته وویل، دغه کمېسیون په چټګۍ سره پر استینافي اعتراضونو کار کوي.

نوموړي په ۲۱ ولایتونو کې د استینافي اعتراضونو د پای ته رسېدو خبر ورکړ او وايي، تر راتلونکو دوو ورځو به د ټاکنیزو مسایلو او ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د څلورو کټګوریو لکه د رایو توپیر، له ټاکنیزو وخت بهر رایې، غیر بایومتریک رایو او شکمنو رایو په اړه پرېکړه کېږي وویل، د هرې کټګورۍ په اړه به یوه پرېکړه وشي.

د یادونې ده، په ۳۰۰زرو جنجالي رایو کې د ۱۰۲زره رایې له ټاکلي ټاکنیزو وخت څخه بهر، له ۱۳۷ زرو ډېرې قرنطین رایې، شاوخوا ۷۰ زره رایې د تکراري انځور او دوه زره او ۴۳۲ جنجالي محلونه شامل دي چې د ثبات او همپالنې ټېم له خوا یې په اړه شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روان کال د سلواغې په لومړۍ استینافي اعتراضونو ته رسېدنه پیل کړه.

په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د لومړنیو پایلو له مخې، محمد اشرف غني تر پنځوس سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، لومړنۍ پایلې یې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې؛ خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلان وروسته تر ۱۶زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره بې مورده بللي دي.

دغه کمېسیون د پاتې شکایتونو له مخې، تر سلو د ډېرو محلونو رایې باطلې کړې او وایي چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نهه ورځې وړاندې په ۲۹ ولایتونو کې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او باید په ۱۵ ورځو کې یې بشپړ کړي.

login or register a new account.