ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي کندهار کې د ۷۶ وسله والو مخالفینو د وژلو ادعا کوي

چارواکي کندهار کې د ۷۶ وسله والو مخالفینو د وژلو ادعا کوي

author avatar
7 Feb 2020 - 15:45
چارواکي کندهار کې د ۷۶ وسله والو مخالفینو د وژلو ادعا کوي
author avatar
7 Feb 2020 - 15:45

کندهار (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۸): د کندهار امنیه قومانداني ادعا کوي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۷۶ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

بل خوا د ماین په چاودنې او یوه هدفي برید کې د پولیسو د یوې پوستې د قوماندان په ګډون درې تنه نظامیان هم په کندهار کې وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال عبدالناصر بارکزی وایي چې د دولت یادو وسله والو مخالفینو ته د کندهار په ښوراوک، ارغستان او میوند ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بارکزی وایي، تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د ښوراوک ولسوالۍ په بادي غونډ سیمه کې د پولیسو پر پوستو برید وکړ.

د ده په وینا، د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه وشوه او وروسته بهرنیو ځواکونو پر طالبانو برید وکړ.

هغه وویل چې په یاده جګړه او هوایي بریدونو کې ۵۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

دی وايي، په جګړه کې د وسله والو ۵ موټرونه، ۱۲ موټرسایکلونه او د هغوی وسلې هم ویجاړې شوي دي.

دغه راز د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ په سپينې او چینو سیمه کې هم وسله والو مخالفینو غوښتل پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو د بهرنیو ځواکونو الوتکو په نښه کړل. دی وایي په دغه هوايي برید کې ۱۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

بارکزی وايي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په دېوال سیمه کې هم د د دولت د وسله والو مخالفینو او پولیسو تر منځ جګړه شوې چې له امله یې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ده په خبره، په دغو ټولو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بل خوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي چې نن سهار د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند د امنیتي پوستې قوماندان محب الله د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د دې تر څنګ نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله والو موټر سایکل سپرو پر دوو تنو برید کړی او ځای پر ځای یې وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.