کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني د "يو اين هبيتات" موسسې پر فعاليتونو انتقاد کړى او وايي چې په افغانستان کې د دې موسسې د فعاليتونو اصلاح غواړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازدیګر د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات (UN-Habitat) موسسې اجرائیوي رئیسې میمونه محمد شریف سره په خپل استوګنځي کې وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني په افغانستان کې د یو این هبیتات موسسې د فعالیتونو په اړه وویل: "د دغې ادارې فعالیتونه زموږ د ښاري اړتیاو او لومړیتوبونو سره همغږي نه دي او موږ په افغانستان کې د یو این هبیتات د فعالیتونو د اصلاح غوښتونکي یو."
سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات موسسې اجرائیوي رئیسې میمونه محمد شریف ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دغې ادارې فعالیتونه د ښاري پراختیا د لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شي او موږ به په دې برخه کې پر یوه طرحه کار وکړو او هغه به له افغان حکومت سره شریکه کړو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن