بروکسل (پژواک، ۲۳ سلواغه ٩٨): د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوه.
په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم بحث کېږي.
په بلجيم کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د سلواغې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د سلواغې په ٢٣مه او ٢٤مه به په بروکسل کې روانه وي د عراق ترڅنګ د افغانستان د امنیت او سولې په اړه به هم بحث وشي.
سرچينې زياته کړه چې په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ناټو ماموريتونه ارزول کېږي.
د سرچينې په خبره، د غونډې په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وشي چې په کې به د ناټو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د هغوی د متحدينو استازي هم ګډون کوي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت کې ونډه لري.
سرچينه وايي چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون لري.
د ناټو یادې سرچینې وويل چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د وروستيو حالاتو د ارزونې ترڅنګ د سولې د پروسې او له افغانستان سره د ناټو د دوامداره همکاريو په اړه هم خبرې کېږي.
تېره ورځ د ناټو سرمنشي سټولټنبرک په بروکسل کې د خبري کنفرانس پرمهال وویل چې افغان امنیتي ځوکونه د پرمختګ په حال کې دي او طالبان نه شي کولی چې د جګړې له لارې بریالي شي.
هغه زیاته کړه چې ناټو د امریکا له لوري د سولې د هڅو ملاتړ کوي او طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو سره وښیي چې دوی سولې ته تمایل لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن