اسعد اباد (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨) : د کونړ ولایت په مرکز اسعدابادکې د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ددې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار ، دکونړ والي او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
والي عبدالستار میرزکوال وویل، د سیدجماال الدین افغان پوهنتون د احاطې دیوال چې د هندوستان د ۲۶،۱ میلیون افغانیو په لګښت او په مرکزاسعداباد کې د ديني مدرسې ودانۍ چې د کرکټ بورډ په ۳،۹ ميليونه افغانیو لګښت جوړ شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
میرزکوال زیاته کړه، سږکال به د ولسمشر د ژمنې په اساس په کونړ ولایت کې د لسګونو ښوونځیو لپاره به اساسي ودانۍ جوړې کړي.
د سید جمال الدین افغان پوهنتون رييس محمد ګلاب عمري وویل، تر اوسه يې پوهنتون احاطه نه لرله چې له امله يې دوى له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.
هغه زياته کړه،اوس يې دا ستونزه هواره او د مشرانو جرګې له رييس څخه وغوښتل چې د پوهنتون د اقتصاد، شرعیاتو او کمپیوټرساینس پوهنځیو لپاره چې ودانۍ نه لري د جوړېدو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وويل چې د سفر پر مهال يې د کونړ د خلکو ستونزې له نږدې واورېدلې او د هواري لپاره به يې هڅې کوي.
نوموړي د کونړ ولایت د سیدافغان پوهنتون سره د لمریزې برېښنا د فعالېدو په موخه د لس زره امریکايي ډالرو نغده مرسته وکړه .
همدا راز مسلميار د پوهنتون مسوولینو د غوښتنې په اساس ډاډ ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت سره به خبرې وکړي، ترڅو د دې پوهنتون ستونزوته رسېدګي وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن