کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
هغه د جرمني په مونیخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس کې له ګډون وروسته پرون سهار اسلام اباد ته رسېدلى و.
خليلزاد په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، زلمي خليلزاد لومړى د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې خليلزاد، قريشي ته د افغان سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې د پاکستان د هلو ځلو ستاينه وکړه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د افغان شخړې د سياسي جوړ جاړي لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
هغه زياته کړې چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي.
دغه راز زلمي خليلزاد د پاکستان لومړي له وزير عمران خان سره هم پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کړې دي.
عمران خان په دې ليدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغان سولې لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په برخه کې ډېره همکاري کړې او د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه هم ده.
هغه زياته کړه چې پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د وروستيو پرمختګونو هرکلى کوي او هيله من دى چې يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.
login or register a new account.