کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨): ملګري ملتونو ويلي چې د افغانستان د ټاکنيزو بنسټونو او د هغوی د کار د ملاتړ ترڅنګ له نوي افغان حکومت سره به په ګډه کار کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو يوناما دفتر له خوا د کب په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان او د هېواد د ټاکنیزو بنسټونو کارونه چې د پایلو د اعلام لامل شول، څخه خبر لري.
سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه دې ټکي ته په اشارې چې د نوماندانو، د ټاکنو د مدیریت کوونکو ادارو، رسنیو، مدني ټولنو او نورو فعالینو په ګډون د ټاکنو پروسه د ټولو ښکیلو اړخونو یو ګډ مسولیت دی، د منظم بهیر پر ارزښت چې د وروستیو پایلو د اعلان سبب شي او په ورته وخت کې په راتلونکې دوره کې د ملي انسجام پر ارزښت ټینګار کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د اساسي قانون او مقرراتو په رڼا کې د ټاکنو پروسې د وروستیو پایلو د اعلام اړوند د هرډول ستونزو د حل پر ارزښت ټینګار کوي.
سرچينې زياته کړې، د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي ماموریت د یوې برخې په توګه، یوناما د افغانستان د ټاکنيزو بنسټونو او د هغوی د کار ملاتړ کړی او خپلې همکارۍ ته به په راتلونکې دوره کې دوام ورکړي.
يوناما ويلي، له خپل ماموریت سره سم چې ټاکنیزو چارواکو ته مشوره ورکول دي، دوى د افغانستان د ټاکنو قانون او له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د ټولو هڅو درناوی کړی او په بشپړ ډول یې خپل بې پریتوب ساتلی.
په خبرپاڼه کې راغلي : " هغو اندېښنو ته په پام، چې د کاندیدانو او د دوی د ملاتړ کوونکو له خوا د وروستیو پایلو له اعلان وروسته رامنځته شوي، ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانستان خلکو او بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د بې پرې او تخصصي مشورې په ورکولو سره به د ټاکنو مدیریت کوونکي بنسټونه وهڅوي، ترڅو د نوماندانو قانوني غوښتنو ته په ځواب ویلو سره د پلټنو او رايو بیا شمېرلو په اړه لازم روڼوالی رامنځته شي. "
يوناما ويلي، ملګري ملتونه د راتلونکې ادارې هرکلى او ورسره کار کولو ته چمتو دي، همدا ډول د افغانستان تنوع پرارزښت ټینګار کوي او د ټولو هغو افغانانو د زړورتیا درناوی کوي چې د امنیتې ستونزو سره سره یې ډیموکراټیکې پروسې ته ژمنتیا وښودله او رایې یې وکارولې.
د يادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وړمه ورځ محمد اشرف غني په ولسمشريزو ټاکنو کې ګټونکى اعلان او پرون يې باور ليک هم ورکړ، خو ډاکتر عبدالله، ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل او يو شمېر نورو کانديدانو دا پايلې رد کړې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال دتلې په ٦مه، ترسره شوې وې.
login or register a new account.