کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): يو شمېر افغان سياسي مشرانو هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د اعلان او د تاوتريخوالي کمولو د پيل هرکلى کړى دى.
پرون امريکا او طالبانو همهاله اعلان وکړ چې راتلونکې شنبې (د کب ١٠مه او د تاوتريخوالي کمولو اتمه ورځ) به د دوى ترمنځ د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شي.
په دې تړاو د امريکا او طالبانو تر منځ له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې غير رسمي او له يوه کال راهيسې په قطر کې رسمي مذاکرات روان وو.
د تاوتريخوالي کمولو لړۍ د تېرې شپې له دوولس بجې پيل شوې ده.
د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسليکولو نېټې د اعلان او تاوتريخوالي کمولو د پيل هرکلى کړى دى.
هغه زياته کړې، د پام وړ تاوتريخوالى کمول د سراسري او دايمي اوربند او بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره مهم ګام دى.
عبدالله ويلي، د ملکي او امنيتي ځواکونو د تلفاتو د مخنيوي او کمولو په برخه کې د هر اقدام هرکلى او دفاع کوي.
اجراييه رئيس هيله څرګنده کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره ژر تر ژره بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
ده زياته کړې: ((موږ د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهورت دولت د ټول شموله پلاوي جوړولو کې هر ډول همکاري کوو.))
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو اسلامي تحریک له خوا د سولې د توافقنامې د لاسلیک کولو د نېټې له اعلانه هرکلی کړى دى.
د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي هیله څرګنده کړې چې په ټاکل شوې نېټه تړون لاسلیک، بین الافغاني مذاکرات پيل او په هېواد کې د اوږدمهاله او سراسري سولې زمینه برابره شي.
پخواني ولسمشر همداراز هیله څرګنده کړې چی په روانو حساسو شرایطو کې د هېواد ټول خلک پر یوه غږ او اتحاد او اتفاق پر ملي ټغر راټول شي او په ګډه خپل هېواد له روان کړکېچه وژغوري، څو افغانان د بهرنيو له مداخلو پرته په یو ازاد او اباد افغانستان کې د یو بل ترڅنګ سوله يیز ژوند وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن