Language

د کرونا ويروس له امله ټرمپ په امريکا کې بېړنی حالت اعلان کړ

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د کرونا د ناروغانو د مړينې او اخته شوو کسانو د شمېر له زياتېدو سره سم بېړنی حالت اعلان کړى دى.

د راپورونو له مخې، په امريکا تر اوسه له دې ناروغۍ ٤١ کسان مړه او سلګونه نور پرې اخته شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالـډ ټرمپ نن سهار وخته په سپينې ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ټوله امريکا کې د بېړني حالت اعلان وکړ.

د امريکا په تاريخ کې دا ډول بېړني حالتونه ډېر کم اعلان شوي او د بېړنيو حالاتو ځانګړو دولتي ادارو واکونه يې زيات کړي دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې له دغه اعلان وروسته په ټوله امريکا کې پر هر ډول لوبو، لويو غونډو، ناستو او نورو پروګرامونو بنديز لګول شوى، د يوې اوونۍ لپاره د دولتي ادارو پر بندولو هم غور روان دى.

سرچينې زياته کړې چې په راتلونکې يوه مياشت کې به په ټوله امريکا کې د شاوخوا پنځو ميليونو کسانو معاينات ترسره کېږي.

ولسمشر ټرمپ د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او درملنې د  اقداماتو لپاره د پنځوس ميليارده ډالرو ځانګړې کولو اعلان هم کړى دى.

بلخوا رسنيو خبر ورکړى چې د بېړني حالت له اعلان وروسته د امريکا پر لويو مغازو او مارکېټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او هره کورنۍ د څو مياشتو سوداوې اخلي.

د يادونې ده، د روغتيا نړيوال سازمان له خوا هم کرونا ناروغي يوه نړيواله وبا اعلان شوې ده چې تر اوسه په ١٢٢ هېوادونو کې خپره شوې ده.

په افغانستان کې هم تر اوسه د کرونا لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پاکستان پرون اعلان وکړ چې له افغانستان سره خپلې ټولې لارې بندوي، تر دې مخکې ازبکستان او تاجکستان هم ورته کارونه کړي دي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

login or register a new account.