کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پنځه نورې پېښې ثبت شوې چې ورسره يې د ناروغانو شمېر ١٦ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکتر وحيدالله مايار د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نوو پېښو کې څلور په هرات او يوه په دايکنډي کې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه چې له دې پنځو نوو پېښو سره په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شپاړلسو ته ورسېد چې ١٠ يې په هرات، درې په سمنګان، يوه په کاپيسا، يوه دايکنډي او يوه هم بلخ کې ثبت شوې دي.
د مايار په وينا، تر اوسه له ټول هېواده ٢٠٦ مشکوکې پېښې مرکزي لابراتوارونو ته راوړل شوې چې د د شپاړسو نمونو پايلې مثبتې او د ١٩٠منفي وې.
د عامې روغتيا وزارت دغه چارواکي زياته کړه چې اوس هم ٥٦ مشکوکې نمونې تر معايناتو لاندې دي چې پايلې به يې وروسته شريکې شي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته دي.
سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو چې تر ٦٠زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.
له چين وروسته په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تلفات يې هم ډېر لرل.
د افغانستان حکومت تر راتلونکې يوې مياشتې پورې ټول تعليمي ادارې او لوبې لغوه اعلان کړي دي، دغه راز ولسمشر د نوروز مراسمو د نه ترسره کولو امر هم کړى دى.
login or register a new account.