Language

په فراه ولایت کې د پنځمې حوزې امر د دوو پولیسو سره ووژل شو

فراه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٩): د فراه ښار دپنځمې حوزې امر له دوو پوليسو سره د طالبانو په يوه بريد کې وژل شوى دى.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی داد الله قانع د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تېره شپه د طالبانو لخوا په سلطان امیر امنیتي پوسته برید کې د پنځمې حوزې امر خلیل احمد د دوو پولیسو سره ووژل شو.

دده په وینا چې دغه برید بیګا نېمه شپه شوی دی.

له بلې خوا د فراه ښار د مرکز یو اوسیدونکی سراج احمد هم دغه پیښه تاییدوي او وایي، چې د کاکا زوی یې نقیب الله د خپل یوه ملګری او د حوزې امر سره وژل شوي دي.

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ په دې اړه خپل نظر ورنکړ او تر اوسه ددغې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه اخیستی.

د یادولو وړه ده چې په تیر یو کال کې یاد پوسته چې د فراه امنیه قوماندانې په ۱۲کیلومتری کې موقعیت لري درې ځله د طالبانو لخوا سقوط شوي چې د تېرې شپې وژل کسانو په ګډون پکې ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.