ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کاردان پوهنتون محصلان: د انلاین زده کړې فیس دې کم شي

​د کاردان پوهنتون محصلان: د انلاین زده کړې فیس دې کم شي

author avatar
29 Mar 2020 - 15:35
​د کاردان پوهنتون محصلان: د انلاین زده کړې فیس دې کم شي
author avatar
29 Mar 2020 - 15:35

کابل (پژواک، ۱۰ ورى ٩٩): کاردان پوهنتون د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره درسي سیستم انلاین بڼې ته اړولی، خو ځیني زده کړیالان دغه سیستم پېچلی بولي، وایي که پوهنتون له دغه سیستمه کار اخلي نو فیس دې کم کړي.

د افغانستان حکومت د کب په ۲۴مه په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د وري میاشتي تر پایه پورې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نورو ښوونیز مرکزونه تړلي.

کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون، محصلانو لپاره له دوو اوونیو را په دېخوا انلاین درسي سیستم جوړ کړی چې له مخې یې د یاد پوهنتون ټول محصلان د یوه ځانګړي اپلېکشن له لارې درسي توکو او د استادانو درسونه ته لاسرسی موندلی شي.

د دغه پوهنتون محصلانو نن رسنیو ته یوه شکایت پاڼه لېږلې او لیکلي یې دي دغه سیستم له یوې خوا پېچلی او له بلې خوا ورته لاسرسی لرل ډېر لګښت غواړي او د پوهنتون استادان هم د انلاین زده کړې ورکولو تجربه نه لري.

د دغه پوهنتون یوه محصل چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې انلاین درسي سیستم ډېر انټرنېټ ته اړتیا لري او د انټرنېټ لوړو بیو ته په پام ډېر لګښت غواړي.

ده وویل چې که پوهنتون دغه سیستم کاروي، نو د زده کړیالانو میاشتنی فیس دې کم کړي.

په شکایت پاڼه کې هم راغلي: "د زده کړو لګښتونه باید راکم شي ځکه درسي وخت کم شوی دی او له بلې خوا د کرونا ویروس د ګواښ له امله هم ډيرې کورنۍ له اقتصادي ستونزې سره هم مخ دي."

د کاردان پوهنتون د اړیکو د څانګې مسوول مصطفی ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پوهنتون یاد انلاین سیسټم په لومړیو کې تخنیکی ستونزې درلودې، خو اوس حل شوي دي.

دی وایي، پوهنتون هڅه کوي چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

ده وايي: "ښايي ځيني محصلان ستونزې ولري، خو هر کله که یو نوی سیستم جوړيږي په لومړیو کې خامخوا ترې شکایت کېږي خو د وخت په تېرېدو سره به عادي حالت رامنځته شي."

هغه زیاتوي: "کاردان پوهنتون خپل ټول فعالیتونه د قوانینو او د دې پوهنتون له کړنلارو سره سم مخته وړي او که څوک شکایت لري، نو دوی ته دې مراجعه وکړي."

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو رئیس عزیزاحمد اوریاخیل په مشخص ډول د کاردان پوهنتون په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې د انلاین زده کړو په اړه شکایتونه ورته رسېدلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.