Language

فراه: (پژواک، ۲۲ وری ۹۹): ناپېژانده وسله والو د فراه ولایت په مرکز کې د حضرت علی (رض) د جامع جوات امام او خطیب عبدالکریم حقمل په ډزو وژلی دی.

د فراه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو مشر عبدالجبار مطمین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت ستر دیني عالم مفتي عبدالکریم حقمل د ناپېژانده وسله والو له خوا د فراه ولایت د مرکز اړوند برنګتوت سیمه کې تېره ورځ وژل شوی دی.

هغه وایي چې مفتي حقمل د فراه ولایت د مرکز اړوند په یزدي کلي کې د حضرت علی (رض) د جامع جوات امام او خطیب و. د ده د معلوماتو له مخې، مفتي حقمل برنګتوت ته د خپل پلار کور ته تللی و چې ناپېژانده کسانو وواژه.

سرچینه زیاتوي چې برنګتوت د حقمل پلرنی ټاټوبی دی او له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

پر مفتي حقمل د برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.

login or register a new account.