Language

په ټول کابل ښار  کې د موټرسایکلو پر ګرځولو بندیز ولګول شو

 

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې  د هدفي وژنو او ترهګریزو پيښو د  مخنیوي په موخه له چارشنبې ورځې څخه په ټول کابل ښار کې د موټرسایکلو پر ګرځولو بندیز لګول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ۱۲مه، ۱۵مه، ۱۱مه، شپږمه ، پنځمه حوزه ، دریمه حوزه او ځینو نورو سیمو کې ډیری ترهګریز او جنایي پيښې د موټرسایکل په وسیله ترسره کیږي.

د  کورنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی د څېړنو له مخې کابل کې په تېره بیا د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ډېری ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې، پر دې بنسټ د کابل ښار د ټولو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې له راتلونکې چهارشنبې د وري له ۲۷مه، د موټرسایکل پر ګرځولو بندیز لګول کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پولیس د عامه امن او نظم ساتونکي دي او هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امریې سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې قانوني جدي چلند کېږي.

د یادو سیمو اوسیدونکي که څه هم د کورنیو چارو وزارت ددې اقدام هرکلی کوي، خووایي چې ددې پر ځآی دې خپل استخبارات قوي کړي.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې یواځې  د کابل په پنځمه حوزه کې پر موټرسایکلو بندیزلګول شوی و.