اسعد اباد (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د څه دپاسه ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځلس بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ددې پروژې د پرانيستلو پر مهال پژواک ته وویل چې تردې وړاندې په مرورې ولسوالۍ کې لوی روغتیایي مرکز نه و .
نوموړي زیاته کړه, د دې روغتون په جوړېدو سره به د مرورې ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې شي.
والي وایي, له دې روغتون سربېره به د مرورې ولسوالۍ په دره کې د یوه بل روغتون لپاره به هم ودانۍ جوړه کړي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټرعزیزالرحمن ساپي وویل ، د عامې روغتیا وزارت د اتلس اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د پنځلس بستره روغتون ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
نوموړي زیاته کړه, د دې روغتون د ودانۍ چارې به په نهه میاشتوکې بشپړې شي.
د مرورې ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي پاچاجان خوښي وښوده چې په مرورې ولسوالۍ کې د روغتون لپاره ودانۍ جوړیږي، نوموړي غوښتنه وکړه چې د روغتون لپاره دې لایقه نارینه او ښځینه ډاکټران وګوماري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن