Language

د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان خوشې کړي دي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت پرون د طالبانو ۹۰۰ تنه بندیان خوشې کړل چې له دې سره تر اوسه د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېره دوه زرو ته ورسېده.

د افغانستان د ملی امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غبرګولي  په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د ولسمشر اشرف غني د فرمان او د اختر د اوربند له اعلان سره سم ١٠٠٠ طالب بندیان خوشې شول.

هغه زیاته کړه چې دا بندیان د هېواد د ۱۸ ولایتونو له زندانونو خوشې شوي، خو ډېری یې د کابل د څرخي پله او بګرام له زندانونو خوشې شوي دي.

فیصل وایي چې د افغانستان حکومت په لومړي پړاو کې ۹۰۰ بندیان، بیا د اختر په شپه ۱۰۰ تنه نوراو پرون یې ۹۰۰ بندیان خوشې کړل.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک ته وویل چې دوی هم د ولسمشر د فرمان له مخې د طالبانو پنځه بندیان خوشې کړل.

د نوموړي په وینا، دا بندیان د ولایت مقام ته راوستل شول، هلته ورته جامې او پنځه- پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې او بیا کورنیو ته ولېږل شول.

دغه راز د کندهار ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار مرکزي زندان څخه پنځه طالب بندیان ازاد شول.

یاد  شمېر بندیان د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلان څخه وروسته تر ټولو زیات شمېر بندیان دي چې خوشې کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سولې او ملکي تلفاتو د خوندیتوب مشر انتظار خادم وايي، د طالبانو د لېست له مخې هغه کسان له زندان څخه خوشې کیږي چې د ولسمشر غني له فرمان سره مطابقت ولري او له قانون سره په ټکر کې نه وي.

خادم وايي: "لومړی اصل خو دا و چې موږ هغه طالبان خلاص کړو چې د طالبانو په ۵۰۰۰ کسیز لېست کې وي، د طالبانو رهبرۍ هم په دې باندې اعتراف وکړ چې په دغه لېست کې ځیني داسې کسان هم شامل وو چې هغه طالبان نه وو، یعنې په نورو ډلو پورې تړلي وو او هغوی مشکل درلود."

د یادونې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي.

په لومړیو کې ددې بندیانو په خوشې کولو کې ځینې ستونزې پیدا شوې، خو په دې وروستیو کې دا لړۍ ګړندۍ شوې ده.

login or register a new account.