جلال اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): چارواکي وایي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې څلورو امنيتي سرتېرو او ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې وسله والو مخالفینو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې په کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دی وايي، د وسله والو مخالفینو له بريد وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د عباس او ادریس په نومونو د وسله والو دوه سرګروپان هم شامل دي او مړي یې هم په سیمه کې پاتې دي.
خوږياڼي دا هم وويل چې اوس د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د نظامي شورا له پرېکړې سره سم حصارک ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي څو د ترهګریزو او نورو پېښو مخنیوی وکړي.
دی وايي چې په یادو نښتو کې د سیمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نيازمحمد په نوم د سيمې يو اوسېدونکي پژواک ته وويل چې جګړې څو ساعته دوام درلود او وضعیت تر نن پورې عادي شوی نه دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا جګړه په داسې حال کې شوې چې په هېواد کې غیر رسمي اوربند روان دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن