Language

وزیرستان کې د یوې دیني مدرسې ۱۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹) : په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د یوې خونې د چت لوېدو له امله د دیني مدرسې ۱۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې یواوسېدونکی وایي چې دا پېښه پرون د شمالي وزیرستان د شیوا سیمې په زبرکوټ سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي چې د یوې دیني مدرسې د یوې خونې چت د توپان له امله لوېدلی چې له امله یې شپږ ماشومان مړه او اووه نور ژوبل شوي دي. 

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په یوه خام کې جومات او مدرسې کې ماشومان دیني زده کړې کوي.

مړي او ټپیان د سیمې د اوسېدونکو او مسوولینو په همکارۍ روغتونونو ته لېږدل شوي دي.

بلخوا ځایي مسوولینو د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

login or register a new account.