Language

عثماني: د افغانستان د روغتیا سکتور د خلکو د باور پر جلبولو نه دی توانېدلی

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت نوي سرپرست په روغتونونو او پهکورونو کې د کرونا ناروغانو لپاره د امکاناتو پر نه شتون د نیوکې ترڅنګ وايي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره به ډېر ژر اغېزناک ګامونه پورته شي.

دا په داسېحال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني، احمد جواد عثماني د عامېروغتیا وزارت د سرپرست په توګه د ویډیو کنفرانس له لارې رسماً معرفي کړ.

عثماني له دې مخکې د عامېروغتیا وزارت د معین او بهرنیو اړیکو د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر جواد عثماني نن په خپله لومړۍ کاري ورځ، یوې خبري ناسته کې را څرګند شو اود افغانستان دولت د رهبرۍ له اعتماده یې مننه وکړه.

هغه د افغانستان له خلکو او دولت سره ژمنه وکړه چې د هېواد د یوه صدیق بچي په څېر به په دوامدار ډول د هر هېوادوال په خدمت کې وي او له هېڅ ډول هڅو به دریغ ونه کړي.

نوموړی وايي: ((د افغانستان د روغتونونو سکتور له بده مرغه په نورمال حالت یعنې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې هم د ناسمو روغتیايي خدمتونو له امله نه دی توانېدلی، د خلکو باور ترلاسه کړي او د کرونا د بحران په حالت کې له معمول سره سم د روغتونونو ظرفیت د خلکو تر اړتیاوو ټیټ دی.))

عثماني په روغتونونو کې د مدیریت، رهبري او کیفیت ضعف پر شتون، په ځانګړې توګه دولتي روغتونونو کې، نیوکه وکړه او ویېویل: ((د سپینو چپنو لرونکي، ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتونونو له ناسم وضعیته تر پزې راغلي دي.))

د عثماني په خبره، پر کرونا اخته ځيني ناروغان، د روغتونونو په کچه د ناکافي امکاناتو د نه شتون پر بنسټ او د انساني اړتیاوو په نظر کې نیولو سره،مجبور شوي چې په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي چې د درد وړ ده.

بلخوا هغه وویل چې د هېواد د روغتیا سکتور په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلې دي چې د میندو او ماشومانو د مړینو کمېدل هم په کې شامل دي.

هغه څرکنده کړه: ((د عامې روغتیا وزارت ته درې مهمې دندې سپارل شوې دي چې له کرونا سره مبارزه، د روغتونو په نظام اصلاحات او د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې اصلاحات شامل دي،له خپل کاري ټېم سره به هڅه وکړو دا ټول عملي کړو.))

د هغه په خبره، له کرونا سره د مبارزې لپاره پر شته چمتووالي سربېره به نور موثر او عملي طرحې هم عملي شي څو یوه واضح او جامع کړنلاره د کس او کورنۍ له کچې د کرونا له ویروس سره د مبارزې په برخه کې رامنځته شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د قرنطین مرکزونه او تجرید خونېباید پر داسې ځایونو بدل شي چې خلک په بشپړ ډاډ سره هلته ځانونه قرنتین کړي اود کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړي.

login or register a new account.