منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۹ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عثماني: د افغانستان د روغتیا سکتور د خلکو د باور پر جلبولو نه دی توانېدلی

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت نوي سرپرست په روغتونونو او پهکورونو کې د کرونا ناروغانو لپاره د امکاناتو پر نه شتون د نیوکې ترڅنګ وايي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره به ډېر ژر اغېزناک ګامونه پورته شي.

دا په داسېحال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني، احمد جواد عثماني د عامېروغتیا وزارت د سرپرست په توګه د ویډیو کنفرانس له لارې رسماً معرفي کړ.

عثماني له دې مخکې د عامېروغتیا وزارت د معین او بهرنیو اړیکو د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر جواد عثماني نن په خپله لومړۍ کاري ورځ، یوې خبري ناسته کې را څرګند شو اود افغانستان دولت د رهبرۍ له اعتماده یې مننه وکړه.

هغه د افغانستان له خلکو او دولت سره ژمنه وکړه چې د هېواد د یوه صدیق بچي په څېر به په دوامدار ډول د هر هېوادوال په خدمت کې وي او له هېڅ ډول هڅو به دریغ ونه کړي.

نوموړی وايي: ((د افغانستان د روغتونونو سکتور له بده مرغه په نورمال حالت یعنې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې هم د ناسمو روغتیايي خدمتونو له امله نه دی توانېدلی، د خلکو باور ترلاسه کړي او د کرونا د بحران په حالت کې له معمول سره سم د روغتونونو ظرفیت د خلکو تر اړتیاوو ټیټ دی.))

عثماني په روغتونونو کې د مدیریت، رهبري او کیفیت ضعف پر شتون، په ځانګړې توګه دولتي روغتونونو کې، نیوکه وکړه او ویېویل: ((د سپینو چپنو لرونکي، ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتونونو له ناسم وضعیته تر پزې راغلي دي.))

د عثماني په خبره، پر کرونا اخته ځيني ناروغان، د روغتونونو په کچه د ناکافي امکاناتو د نه شتون پر بنسټ او د انساني اړتیاوو په نظر کې نیولو سره،مجبور شوي چې په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي چې د درد وړ ده.

بلخوا هغه وویل چې د هېواد د روغتیا سکتور په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلې دي چې د میندو او ماشومانو د مړینو کمېدل هم په کې شامل دي.

هغه څرکنده کړه: ((د عامې روغتیا وزارت ته درې مهمې دندې سپارل شوې دي چې له کرونا سره مبارزه، د روغتونو په نظام اصلاحات او د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې اصلاحات شامل دي،له خپل کاري ټېم سره به هڅه وکړو دا ټول عملي کړو.))

د هغه په خبره، له کرونا سره د مبارزې لپاره پر شته چمتووالي سربېره به نور موثر او عملي طرحې هم عملي شي څو یوه واضح او جامع کړنلاره د کس او کورنۍ له کچې د کرونا له ویروس سره د مبارزې په برخه کې رامنځته شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د قرنطین مرکزونه او تجرید خونېباید پر داسې ځایونو بدل شي چې خلک په بشپړ ډاډ سره هلته ځانونه قرنتین کړي اود کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړي.

عثمانيپر دېد ټینګار ترڅنک چې پهروغتونونوکې ناروغانو تهباید معیاري خدمات وړاندېشي، څو پر روغتونونو د خلکو د باور کچه پورتهولاړه شي.

د عامې روغتیا مخکني وزیر فیروز الدین فیروز چې په دې ناسته کې یې حضور درلود، وویل، د خوښۍ ځای دی چې تر پنځو کلونوډېر وخت یې د عامې روغتیا د مسوول او خلکو د خادم په توکه خپل ماموریت په دغه وزارت کې رسماً پای ته ورساوه.

هغه زیاته کړه: ((که مې پر چا ظلم کړی وي او یا مې یې حق خوړلی وي،ولاړ دې شي اوهمدا اوسدې ووايي، که مې ځواب درلود، ورته وایم، پرته له هغه بښنه ترې غواړم، خو کله چې له وزارته ولاړم، بیا له شا خبرې بندې دي.))

هغه د عامې روغتیا وزارت د روغتیا برخې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې همېشه به د خلکو به خدمت کې وي.

فیروز له کرونا سره مبارزې ته په اشاره وویل چې په دې برخه کې کارونه ترسره شوي دي، ښه وو خو کافي نه وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا