Language

په نږدې راتلونکي کې به د تخار د ډبرو سکرو له کان څخه استخراج پیل شي

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹) : د ملي پراختیا شرکت وایي چې ډېر ژر به په تخار ولایت کې د ډبرو د سکرو له ستر کان څخه استخراج پیل شي.

ددغه شرکت د نشراتو سلاکارمصطفی نوید د غبرګولي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د تخار ولايت د چال ولسوالۍ د بزغور ډبروسکرو کان، چې له سروې سره سره له تېرو څو کلونو راهیسې یې کارونه همداسې پاتې وو، راتلونکو درېیو میاشتو کې به استخراج ته چمتو شي.

هغه زیاته کړه چې د کان د نښلوونکي سړک جوړول، د کان کېندنې لپاره د لومړني صوف کېندنه او د اداري کمپلکس جوړول هغه کارونه دي چې د ملي پراختیىا شرکت له خوا پیل شوي دي.

نوید وایي چې په دې کان کې لس میلیونه ټنه د ډبرو سکاره اټکل شوي دی.

د ملي پراختیا شرکت وایي چې ددې کان له استخراج سره هم مهاله به په مستقیم او غیرمستقىیم ډول له یو زر څخه ډېرو کسانو ته د کار زمىنه برابره شي.

مصطفی نوید وویل چې د لومړي ځل لپاره د بزغور ډبروسکرو کان سروې په ۱۳۶۴-۱۳۶۵ لمریز کلونو کې د روسیي متخصصینو له خوا ترسره شوه چې دوه ډوله، کريستالي او پوډري سکرو درلودنکى دی.

د هغه په وینا، هغه مهال د سکرو اندازه له یو میلیون او دوسوه زرو ټنو څخه لوړه اټکل شوې وه؛ خو په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د افغانستان حکومت له خوا د بیا ځلې سروې ترسره کېدو وښوده چې د هېواد په دې ستراتېژيک کان کې لس میلیونه ټنه سکاره شته دي.

login or register a new account.

Related Topics