کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹) : د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د ای ایس ای مشر د افغان سولې په اړه د خبرو اترو لپاره نن کابل ته راغلي دي.
په کابل کې یوې باوري سرچینې د غبرګولي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتو( ای ایس ای) مشر نن ترغرمې مخکې کابل ته راغلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی به له ولسمشر اشرف غني او د مصالحې شورا له مشر عبدالله سره د افغان سولې پروسې د وروستیو اقداماتو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
دوی دا سفر په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته سفر وکړ او له جنرال باجوه سره یې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.