Language

د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشران کابل ته راغلي

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹) : د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د ای ایس ای مشر د افغان سولې په اړه د خبرو اترو لپاره نن کابل ته راغلي دي.

په کابل کې یوې باوري سرچینې د غبرګولي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتو( ای ایس ای) مشر نن ترغرمې مخکې  کابل ته راغلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی به له ولسمشر اشرف غني او د مصالحې شورا له مشر عبدالله سره د افغان سولې پروسې د وروستیو اقداماتو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

دوی دا سفر په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته سفر وکړ او له جنرال باجوه سره یې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

Related Topics