Language

دعامې روغتیا وزیر: په بازار کې داکسیجن کموالی له ستونزو سره مخ کړی

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹) : د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر جواد عثماني وایي،  چې په بازار کې د اکسیجن د کموالي له امله ځینې ستونزې لري چې د حل لاره یې په منظم ډول ناروغانو ته د کسیجن کارول دي .

نوموړي د غبرګولې په ۲۳مه د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر کې د ولایت مرستیال، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر اود ننګرهار د عامې روغتیا رییس سره په ګډ کنفرانس کې یادې څرګندونې وکړې .
د ننګرهار مرستیال  والي تمیم عارف مومند د عامې روغتیا وزیر او په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان مشر څخه مننه وکړه چې دې ولایت ته یې د کرونا سره د مبارزې د اروزنې په موخه سفر وکړ.
هغه زیاته کړه،د عامې روغتیا وزیر او نورو مسؤلینو سره یې د ځآنګړې لیدنې پر مهال د کرونا د تجرید مرکز وضعیت،ستونزې او د کرونا سره د مبارزې په برخه کې راتلوونکي پلانونه شریک کړل چې د وزارت او روغتیا نړیوال سازمان له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغتیایي لارښوونې په ځانونو تطبیق کړي،ترڅو د دې ویروس سره په مبارزه کې بریالي شي .
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر جواد عثماني وویل،په ولایتي کچه یې د کرونا سره د مبارزې ارزونه د ننګرهار ولایت څځه پیل کړه او په همدې موخه یې دې ولایت ته د سفر پر مهال د کرونا تجرید او ځینې روغتیایي مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ د ولایت رهبرۍ او نورو مسؤلینو سره ناستې وکړې .
هغه زیاته کړه، د دې لیدونو او ناستو پر مهال ورسره ځینې ستونزې شریکې شوي چې د حل په برخه کې به یې اقدامات وکړي،خو په وینا په بازار کې د اکسیجن د کموالي له امله ځینې ستونزې لري چې حل لاره یې په منظم ډول ناروغانو ته د اکسیجن کارول دي .

عثماني وویل چې د کرونا ویروس هر کور ته رسیدلی او هر یو وګړی ورسره باید د روغتیایي سپارښتنو مطابق مبارزه وکړي .
د عامې روغتیا وزیر وایي، د کرونا ویروس سره یې د مبارزې په موخه پنځه تائید شوې پالیسۍ جوړې کړي چې په کې خصوصي روغتیایي سکتور ته د تشخیص او درملنې اجازه ورکول هم شامل دي .
په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان مشر ډاکټر ریګ د عامې روغتیا وزارت او ننګرهار ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د کرونا سره یې په مبارزه کې جدي هڅې پیل کړي،همدا راز یې د خپلو ترسره شویو او راتلوونکو مرستو په اړه مالومات شریک کړل او د خپلې ادارې له لورې په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د کرونا تجرید مرکز لپاره یې اړین تجهیزات بشپړ کړي او د وروستیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې ولایت مقام څخه منظورې اخیستې او عملاٌ یې د حل په برخه کې اقدامات پیل کړي دي .
هغه زیاته کړه، د کرونا په تجرید مرکز کې د اکسیجن د کموالي ستونزه په قراردادي او یا هم بودیجې پورې اړه نلري،خکه په دواړو برخو کې دوی پوره چمتوالی لري،خو په بازار کې د کم اکسیجن تولید یې په دې برخه کې یواځینۍ ستونزه په ګوته کړه.

login or register a new account.