کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ۱۶ روغتیایي کارکوونکي د کرونا ناروغۍ له امله مړه او شاوخوا ۱۲۵۰ نور پرې اخته شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا وبا د ۱۳۹۸ لمریز د کب میاشتې په وروستیو کې خپره شوه او اوس ټولو ۳۴ ولایتونو ته رسېدلې ده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۵ زره او ۵۲۷ کسان پر کرونا اخته او ۴۷۸ نور مړه شوي دي.
دغه راز شاوخوا پنځه زره او ۹۰ تنه چې پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، بېرته روغ شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه په افغانستان کې د ۵۷ زره کسانو ټسټونه شوي، خو د امکاناتو د کموالي له امله هره ورځ په ځینو ولایتونوکې چې د کرونا د تشخیص لابراتوارونه هم فعاله شوي ، د کېټونو د نشتوالي له امله ټسټونه نه کیږي.
د ملګروملتونو داوچا اداره چې د عامې روغتیا وزارت په حواله معلومات خپروي وایي چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۶ تنه روغتیایي کارکوونکي له کرونا څخه مړه شوي چې ډېری یې ډاکتران دي.
د یادې ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د کرونا له ټولو ناروغانو څخه پنځه سلنه یې روغتیایي کارکوونکي دي چې شاوخوا ۱۲۷۰ کسان کیږي.
په افغانستان کې له کرونا څخه د ځان ساتنې او وقایوي توکو د کموالي او نشتوالي له امله ډېری روغتیایي کارکوونکي پر دې ناروغۍ اخته شوي، خو په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره په دې برخه کې مرستې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو څخه یې ډېری له ۴۰ څخه تر ۶۹ کلونو پورې عمر لري، خو په ناروغانو کې بیا ډېری یې له ۲۹ څخه تر ۴۹ کلونو پورې عمرونه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا له امله ډېری مړه شويو کسانو د شکرې، فشار، قلبي او نورې ناروغۍ هم درلودلې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې د کرونا تر ټولو زیات ناروغان په کابل، هرات، بلخ ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دي.
دغې راز سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه ۱۰۵ کسان په کابل ، ۹۲ په هرات، ۲۸ په بلخ ،۴۰ ننګرهار، ۲۰ غزني ۱۸ کندهار، ۱۶ بغلان کې مړه شوي، چې تر نورو ولایتونو زیاته دي.
login or register a new account.