کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي چې په افغانستان کې خپل سرتېري په مشروط ډول کموي، خو تر اوسه یې هغه اورکم، چې دوی ورته په تمه وو، نه دی لیدلی.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندون تېر ماخوستن د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د دوه ورځني ویډیویي کنفرانس د لومړۍ ورځې په پای کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د لومړۍ ورځې په ناسته کې د ناټو پر دفاعي موضوعاتو، په عراق او افغانستان کې پر روانو ماموریتونو او عملیاتو بحثونه وشول.
نوموړي وویل چې د کرونا له امله دوی ته رامنځته شوې ننګونې پر خپل ځای دي او دوی به په ټوله نړۍ کې له خپلو یو میلیارد وګړو چې د ناټو غړي دي، بشپړه دفاع کوي.
هغه زیاته کړې چې ټولو غړو هېوادونو د افغانستان د امنیت او سولې لپاره د خپلو ژمنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید په سمه توګه پر مخ ولاړه شي.
د ناټو سرمنشي وویل چې د افغان سولې پروسې د ملاتړ په موخه دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور او شتون په اړه له خپلو متحدینو سره په ګډه تصمیمونه نیسي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د سولې تړون په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي، تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکرات ژر پیل کړي.
سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې فساد په افغانستان کې اوس هم ستره ستونزه ده او هلته د ناټو د شتون یوه موخه له فساد سره مبارزه ده.
ده زیاته کړه، ناټو غواړي چې د دوی مرستې او همکارۍ ضایع نه شي او په سمه توګه ولګول شي.
هغه له افغانستان سره د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د قطر تړون له مخې یې د خپلو سرتېرو پر کمولو پیل کړی او له ۱۶زرو څخه به یې شمېر ۱۲زرو ته ټیټوي.
خو د ناټو سرمنشي وایي چې له ۱۲زرو څخه د نورو سرتېرو کمول به د سولې پروسې د تطبیق شرایطو او امنیتي حالاتو ته په پام کې کېږي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، څو د سولې پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي.
login or register a new account.