Language

حکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۱۴۷ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې وسله والو طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۱۴۷ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد دفتر له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۲ ولسي وګړي وژلي او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ولسي وګړي په داسې حال کې وژل کیږي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ژمنه کړې وه، خو پرته له ځنډه د بې ګناه خلکو وژلو او د هغوی پر وړاندې جنایتونو ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت شورا ویلي، یاده شوې ولسي مرګ ژوبله زیاتره یې د سړک غاړې ماینونو، مخامخ جګړو او د طالبانو له لوري په قصدي توګه د ملکي خلکو هدف ګرځولو له امله رامنځته شوې. دغه ډله عامه تاسیسات هم د جنګي سپر په توګه کاروي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسي وګړو هدف ګرځول د ټولو بشري، دیني، مذهبي او جنګي ارزښتونو او قواعدو خلاف دي چې دغه ډله یې په دوامداره توګه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم نن په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د حکومت دغه ډول ادعاوې  رد کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics