Language

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر نهو میلیونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره نهو میلیونو ته رسېدلې چې ډېری یې په امریکا او برازیل کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره نهو میلیونو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه څلور میلیونه او ۸۰۰ زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې  تر اوسه د کرونا له امله ۴۷۰  زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس دوه میلیونه او۳۵۰ زره کسان اخته او ۱۲۲ زره د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل هېواد کرونا ډېر ځپلی، هلته  یو میلیون او ۸۰ زره کسان پرې اخته او ۵۰ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۵۸۰  زره کسان پرې اخته ، خو  یواځې څه دپاسه اته نیم زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۲۸ زره کسان پرې اخته، ۵۸۰ مړه او تر اتو زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.