کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : د کابل ښار په چاودنه کې وژل شوي دوه کسان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کارکوونکي وو.
دا چاودنه نن د چنګاښ په ۷مه،سهار مهال د کابل ښار ددوولسمې ناحیې اړونده د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې پر یوه کرولا موټر د چسپکي ماین له امله شوې وه.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پژواک ته ویلي و، چې په دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ډاکټر شکرالله مشکور پژواک اژانس ته وویل چې په یاده چاودنه کې د کمېسيون دوو تنو همکارانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه زیاته کړې، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون غړي او د دې همکارانو کورنۍ د خپلو عزيزانو د له لاسه ورکولو له امله خورا غمجن دي.
د نوموړي په وینا، که څه هم تراوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دغه برید په پراخه کچه غندل شوی، د ملګرو ملتونو یوناما دفتر، اروپايي ټولنې، ناټو، دامریکا ، بریتانیا او ګڼ شمېر نورو سفارتونو دغه چاودنه غندلې ده.
login or register a new account.