Language

امریکا: افغان حکومت دې د فساد پر وړاندې خپله تګلاره مشخصه کړي

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست ویلي چې په افغان حکومت کې د فساد د زیاتوالي په اړه راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.

د امریکا د سفارت شارژادفیر راس ویلسون  په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دې وروستیو کې نړیوالو بنسټونو معتبر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د فساد د ډېروالي ښکارندويي کوي.

دده په خبره، دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ژر تر ژره دې افغان حکومت په دې برخه کې اړین او پیاوړي اقدامات وکړي.

 د امریکا د سفارت سرپرست ویلي، له فساد سره مبارزه د دوی لومړیتوب او مهم ماموریت دی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي.

تر دې وړاندې سیګار، ملګرو ملتونو او د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ هم په افغانستان کې ډېرېدونکی فساد د جدي اندېښنې وړ بللی او له حکومت یې غوښتي چې د فساد د ختمولو لپاره دې خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

login or register a new account.