Language

امریکا: د خپلو سرتېرو خوندیتوب مو لومړیتوب دی

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د امریکا دفاع وزارت د روسیې له خوا طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې د انعام ورکولو په تړاو په غبرګون کې ویلي چې په نړۍ او افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی.

امریکایي رسنۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د استخباراتي سرچینو په حواله داسې خبرونه خپاره کړي چې ګواکې روسي استخباراتو افغان طالبانو ته  د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې انعامونه ورکړي دي.

که څه هم د روسیې، طالبانو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا دا خبرونه رد شوي، خو په امریکا کې یې یو بحث پیل کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ګواکې روسیې په افغانستان کې د امریکایي او امریکا د ملاتړو سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته جایزې ورکولې.

سرچینې زیاته کړې، د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په دې اړه یې تر دې دمه کره او باوري اسناد نه دي پیدا کړي خو پر موضوع به څېړنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرتېرو خوندیتوب او ساتنه یې لومړیتوب دی او دوی هر څه ته متوجه دي نو دغه ډول راپورونه کره او سم نه دي.

دغه راز د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسې د ټرمپ له حکومته غوښتي چې د هغو استخباراتي راپورونو په اړه دې توضیحات ورکړي چې ګنې روسیې طالبانو ته د دې لپاره پیسې ورکړې چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان ووژني.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، مېرمن پلوسي د‍ امریکا د ملي امنیت رییس جان راټکلیف او د سي ای اې رئيسې ګینا هاسپیل ته په استول شوو لیکونو کې ویلي، «د حکومت چوپتیا او نه عمل زموږ د پوځیانو او زموږ د ايتلافي شریکانو ژوند له خطر سره مخ کوي.»

بلخوا د امریکا ده هیل ورځپاڼې لیکلي چې د یاد هېواد د استخباراتو برخې یو شمېر لوړپوړي چارواکي دا نیوکې کوي چې ولې د روسانو له لوري طالب جنګیالیو ته د جایزې د ورکړې معلومات لیک یا بهر ته خپاره شوي دي.

login or register a new account.