Language

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودېدو اندېښنه ښودلې ده

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودولو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې یاده چاره لا هم د یوې بشري سرغړونې په توګه پر خپل ځای پاتې ده.

دغه سازمان نن د چنګاښ په ۱۰مه «د ۲۰۲۰ کال د نړۍ د نفوسو د احوال» په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د یادو ستونزو له امله نه یوازې دا چې بشري حقونه نقض شوي، بلکې د نجونو د زده کړو مخه یې هم نیولې ده.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې، که څه هم په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودولو د مخنیوي عملي پلان یو اساسي پرمختګ بللی، خو د یاد پروګرام عملي کول یې یو ستونزمن کار بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د کم عمره نجونو ودولو د مخنیوي لپاره باید د حکومت ترڅنګ مدني فعالان، دیني عالمان او نړیوال همکاران هم مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي، فقر او ځانګړو دودونو د زیاتوالې له امله د نجونو ژوند له ګواښ سره مخ شوی چې په وینا یې په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې شته ګواښونو روغتیايي اسانتیاوو ته د نجونو لاسرسی له خنډونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو صندوق وايي چې هر کال په نړۍ کې په میلیونونه نجونې له همدې امله له عاطفي او فزیکي زیانونو سره مخ کیږي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اجرائیه رییسې ډاکتر ناتالیا کانم له قوله ویل شوي: "د نجونو پر وړاندې ناوړه کړنې د ژورو او تلپاتې زیانونو لامل کېږي او بشپړ ظرفیت ته د رسېدو حق، له هغوی څخه اخلي."

راپور کاږي، که چېرې په دې برخه کې اقدام ونه شي، د نجونو پر وړاندې د زیان رسوونکو کړنو کچه به لوړه شي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ټینګار کړی، که چېرې د کرونا ویروس کړکېچ دوام پیدا کړي او د نورو شپږو میاشتو لپاره د خدماتو وړاندې کول ودریږي، د نړۍ په کچه ۱۳ میلیونه نجونې به په زور سره واده کولو ته اړ شي.

login or register a new account.