Language

خلیلزاد د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی دی

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹) : د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي، زلمي خلیزاد د منځني اسیا د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدلي دي.

خلیلزاد د چنګاښ په ۱۱مه، پر خپلې ټویټرپاڼې ليکلي چې په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او ورپسې یې د تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر کې د دغو هېوادونو د ونډې په اړه خبرې کړې دي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې په دې لیدنه کې یې د سولې وروستي پرمختګونه له هغوی سره شریک کړي او دا چې دغه هېوادونه څنګه کولی شي دغه بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د خلیلزاد په وینا، همداراز دا چې د سولې له راتګ سره سیمه کې د اتصال ټکي په توګه څنګه د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې کار واخیستل شي، هم بحث شوی دی.

ده زیاته کړې، امریکا او منځنۍ اسیا د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل سره د سیاسي تفاهم تشویق لپاره ګډ کار ته اړتیا لري.

 د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي همداراز څرګنده کړې ده چې باثباته افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره مهم دی او دا چې له افغانستان سره د سوېلي اسیا نښلېدو په برخه کې کار و کړي او دا د امریکا متحده ایالاتونو په ګټه دی.

بلخوا زلمي خلیلزاد  ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د بندیانو د تبادلې پر دوام، د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل پر څرنګوالي او د افغان سولې بهیر څخه د سیمې ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

ټاکل شوې ده، چې زلمی خلیلزاد نن له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

login or register a new account.