Language

پاکستانیو ځواکونو چمن کې پر مسافرو ډزې کړ او ۲۰ تنه یې مرګ ژوبله اړولې

کندهار (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : پاکستانیو ملیشه ځواکونو په چمن کې پر هغو کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې په دوستۍ دروازه افغانستان ته واوړي.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ د چمن – سپین بولدک لاره د مسافرو پر وړاندې د پرانستلو اعلان کړی و، چې د کرونا له امله له تیرو څو میاشتو راهیسې بنده وه.

لسګونه زره کسان چې له افغانستان څخه بلوچستان ته تللي وو، له تیرو څو میاشتو راهیسې هلته بند پاتې وو او په دې وروستیو کې یې په چمن کې احتجاجي پرلت هم وهلی و.

د پاکستان د اعلان سره سم پرون لاره پرانستل شوه، خو نن  د پاکستان ملیشه ځواکونو د اعلان خلاف لاره بیرته وتړله چې له امله یې خلک وپاریدل او پر درواه یې هجوم یوړولو.

د کندهار ولایت یوې دولتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د زمري په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې پاکستانیو ملیشه وو پر مسافرو ډزې کړې چې له امله یې تر شلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې زیاته کړه چې پاریدلو مسافرو هلته پر دوستۍ دراوزې او هجوم اړولی او هغه یې نړولې ده، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا نه دی تایید کړی.

یادې سرچینې وویل چې پاکستانیو ملیشه وو د پولې دیخوا پر افغان کمیسارۍ هم ډزې کړې دي.

پژواک اژانس په سپین بولدک کې له افغان کمیسیار عزیز غرزي سره اړیکه ونیوله، هغه د غوسې او وارخطایې له امله له خبرو ډډه وکړه.

هغه زیاته کړه : (( پر موږ برید شویو، زه د خپلو کسانو پر خوندي کولو بوخت یم.))