کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): ولسمشر غني د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی او له هغه لېست پرته چې طالبانو ورکړی د دې ډلې د نېک نیت لپاره د ۵۰۰ طالبانو ازادولو فرمان صادر کړ.
ولسمشر نن د اختر له لمانځه وروسته د ارګ په جومات کې په داسې حال کې چې د کابینې غړي هم حاضر وو، د طالبانو له خوا اوربند نېک اقدام وباله.
هغه د ۵۰۰ طالب زندانیانو ازادول د طالبانو د یاد نېک اقدام په بدل کې وبلل او دا له هغو زندانیانو بېل دي چې طالبانو یې لېست ورکړی دی او د اختر تر څلورمې به خوشي شي.
هغه زیاته کړه، د دغه شمېر طالبانو له خوشي کېدو سره د دې ډلې د خوشي شوو طالب زندانیانو شمېر تر اوسه ۴۶۰۰ کسانو ته رسېږي او وایي چې د اساسي قانون او جزا قانون له مخې د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کولو صلاحیت دوی نه لري.
هغه څرګنده کړه د ده دا خبرې چې د یادو ۴۰۰ کسانو د خوشي کولو صلاحیت نه لري په دې معنا نه دي چې ګواکې ځواب یې منفي دی بلکې ډېر ژر به د لویې جرګې له لارې خلکو ته مراجعه کوي او د جنجالي زندانیانو د برخلیک په اړه به مشوره وکړي.
هغه وویل لویه جرګه ځکه دایروي څو د سولې پز ږړاندې ټولې موانع لري شي.
نوموړي زیاته کړه: "پر طالبانو بیا غږ کوم څو هر څو ژر د افغانستان له مذاکراتي ټیم خبرې پیل کړي او د خبرو په جریان کې به د پاتې زندانیانو په اړه هم پرېکړه وشي."
ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې اوربند تمدید کړي څو په هېواد کې د جګړې درېدو او دایمي سولې لامل شي.
login or register a new account.