منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: د ۴۰۰ لانجمنو طالب زندانیانو په اړه بحث لپاره دې لویه جرګه جوړه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

 


کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): ولسمشر غني د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی او له هغه لېست پرته چې طالبانو ورکړی د دې ډلې د نېک نیت لپاره د ۵۰۰ طالبانو ازادولو فرمان صادر کړ.

ولسمشر نن د اختر له لمانځه وروسته د ارګ په جومات کې په داسې حال کې چې د کابینې غړي هم حاضر وو،  د طالبانو له خوا اوربند نېک اقدام وباله.

هغه د ۵۰۰ طالب زندانیانو ازادول د طالبانو د یاد نېک اقدام په بدل کې وبلل او دا له هغو زندانیانو بېل دي چې طالبانو یې لېست ورکړی دی او د اختر تر څلورمې به خوشي شي.

هغه زیاته کړه، د دغه شمېر طالبانو له خوشي کېدو سره د دې ډلې د خوشي شوو طالب زندانیانو شمېر تر اوسه ۴۶۰۰ کسانو ته رسېږي او وایي چې د اساسي قانون او جزا قانون له مخې د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کولو صلاحیت دوی نه لري.

هغه څرګنده کړه د ده دا خبرې چې د یادو ۴۰۰ کسانو د خوشي کولو صلاحیت نه لري په دې معنا نه دي چې ګواکې ځواب یې منفي دی بلکې ډېر ژر به د لویې جرګې له لارې خلکو ته مراجعه کوي او د جنجالي زندانیانو د برخلیک په اړه به مشوره وکړي.

هغه وویل لویه جرګه ځکه دایروي څو د سولې پز ږړاندې ټولې موانع لري شي.

نوموړي زیاته کړه:  "پر طالبانو بیا غږ کوم څو هر څو ژر د افغانستان له مذاکراتي ټیم خبرې پیل کړي او د خبرو په جریان کې به د پاتې زندانیانو په اړه هم پرېکړه وشي."

ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې اوربند تمدید کړي څو په هېواد کې د جګړې درېدو او دایمي سولې لامل شي.

غني د امنیتي ځواکونو فداکاریو ته په اشارې وویل د هېواد نظامي ځواکونو ته یې هدایت ورکړی چې دفاعي حالت کې پاتې شي او د اوربند اصول مراعات کړي.

هغه دغه راز وویل چې اوس هم د کرونا ویروس خطر له منځه نه دی تللی په همدې منظور خلک باید ټولنیز واټن مراعات کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست