جلال اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹) : د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې پر عمومي محبس د موټر بم او ډله ییز برید شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د زمري په ۱۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن ماښام ته نږدې په شاوخوا شپږ نیمې بجې د ننګرهار پر محبس لومړی د موټر په وسیله برید او چاودنه وشوه.
هغه زیاته کړه چې ورسره سم وسله والو ډله ییز برید پیل کړ چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي چې یو شمیر بندیان هم تښتیدلي وو، چې ځینې یې بیرته نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه په سیمه کې د بریګرو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
بلخوا نورو سرچینو ویلي چې په سیمه کې یې لس جسدونه لیدلي دي، دغه راز د پنځوسو بندیانو د تښتیدلو هم خبر ورکړل شوی ، خو یو شمیر یې بیرته نیول شوي دي.
وسله والو طالبانوویلی چې په دې برید کې لاس نه لري
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن